کوټه (ویب نیوز)د بلوچستان اسمبلۍ مخې ته د ګرېنډ الائنس د احتجاج پر مهال یو غیر معمولي منظر مخې ته راغی، چې پکې د ګرېنډ الائنس مشر قدوس کاکړ د پولیسو له نیولو څخه د ځان ژغورلو لپاره په تېزۍ سره له ځایه ووت. د پېښې ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې پراخه خپره شوې ده، چې پکې لیدل کېږي پولیس د هغه د نیولو هڅه کوي خو هغه له سیمې څخه ووځي. د ویډیو له خپرېدو وروسته د ټولنیزو رسنیو کاروونکو بېلابېل غبرګونونه څرګند کړي، ځینو د هغه چټکتیا ستایلې او ځینو یې د دې پېښې په اړه په طنزي انداز تبصرې کړې دي.
