کوټه (ویب نیوز) د پاکستان پیپلز ګوند مشر د قومي اسمبلۍ غونډې ته په وینا کې ویلي چې این ایف سي ایوارډ په بشپړ ډول خوندي دی او د صوبو حقونه باید خوندي وساتل شي. نوموړي وویل چې د اتلسم اساسي قانوني تعدیل او صوبایي خودمختارۍ د ختمېدو په اړه خپرېدونکې اوازې بې بنسټه دي. بلاول د آزاد کشمیر د مسئلې د سیاسي حل غوښتنه وکړه او ویې ویل چې ستونزې باید د پارلمان له لارې حل شي. هغه د ایران او امریکا ترمنځ د هوکړې هرکلی وکړ او دا یې د سیمې د سولې لپاره مهم پرمختګ وباله. نوموړي هند ته خبرداری ورکړ چې که د هند وزیراعظم د پاکستان د اوبو د بندولو هڅه وکړي، نو پایلې به یې جدي وي او د پاکستان ولس به د خپلو اوبو د حقونو د دفاع لپاره یو موټی وي.
