تازه خبرونه ۱۹ جون ۲۰۲۶

د ایران او امریکا خبرو کې د پاکستان منځګړیتوب ستاینه، له افغانستان او ایران سره د تجارت غوښتنه

کوټه (ویب نیوز) د جمعیت علماء اسلام نظریاتي پاکستان مشرانو د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند او مذاکراتو په برخه کې د پاکستان د منځګړیتوب ستاینه کړې ده.هغوی له حکومت غوښتنه کړې چې له افغانستان او ایران سره سرحدونه د تجارت لپاره پرانستل شي او ټولې شخړې دې د خبرو له لارې حل شي.په دې غونډه کې ګڼ شمېر علما او سیاسي فعالان هم شامل شول. مشرانو وویل چې پاکستان او افغانستان ورور هېوادونه دي او باید اړیکې یې د همکارۍ پر بنسټ قوي شي.هغوی زیاته کړه چې امریکا او اسرائیل د مسلمانانو رښتیني ملګري نه دي او د فلسطین بشپړه ازادي د سولې شرط دی.