مقامی ۱۹ جون ۲۰۲۶

د ایکسائز او ټېکسېشن ادارې لوی کریک ډاون، لسګونه جایدادونه تړل شوي

بلوچستان د ایکسائز او ټېکسېشن ادارې د ټېکس نه ورکوونکو پر ضد لوی عملیات کړي چې په ترڅ کې یو پیټرول پمپ، څلور ګودامونه او ۳۰ دوکانونه تړل شوي دي. دا کارروایي په کوټه کې په بېلابېلو تجارتي سیمو کې ترسره شوې. چارواکي وايي چې څو ځله د خبرتیاوو او نوټسونو باوجود هم ټېکس نه و ادا شوی، نو ځکه سخت اقدام شوی دی. د ادارې له مخې د له خوا دا لړۍ روانه ده او تر هغه به تړل شوي ځایونه نه پرانستل کېږي تر څو ټول واجبات نه وي ادا شوي.