مقامی ۱۹ جون ۲۰۲۶

د بلوچستان اسمبلۍ غونډه؛ فنانس بل ۲۰۲۶ متفقه توګه منظور شو، د بجټ سخت بحث روان دی

کوټه (ویب نیوز) د بلوچستان اسمبلۍ په مهمه غونډه کې د مالي کال ۲۰۲۶-۲۷ بجټ باندې عمومي بحث روان دی او د فنانس بل ۲۰۲۶ په متفقه توګه منظور شو۔ په غونډه کې سیاسي فضا هغه وخت توده شوه کله چې د نیشنل پارټۍ مشر ډاکټر عبدالمالک بلوچ وفاقي او صوبایي دواړه بجټونه رد کړل۔ وزیراعلی میر سرفراز بګټي له وفاقي حکومت څخه غوښتنه وکړه چې په بلوچستان کې بند شوي ټي وي چینلونو بیورو دفترونه دې سمدستي بحال شي۔ په غونډه کې حکومت او اپوزیشن د بجټ، امن او صوبایي حقونو په اړه تفصیلي خبرې وکړې او غونډه تر جمعې پورې وځنډول شوه۔