مقامی ۱۹ جون ۲۰۲۶

د بلوچستان د اسمبلۍ سپیکر د سیکرټرانو او لوړپوړو چارواکو د حاضرۍ حکم

د بلوچستان اسمبلۍ د بجټ په روانه غونډه کې سپیکر کیپټن (ر) عبدالخالق اڅکزی حکم ورکړ چې د شنبې په غونډه کې دې د ټولو محکمونو سیکرټران حاضر شي. همدارنګه یې وویل چې د یکشنبې په غونډه کې دې چیف سیکرټري او آی جي پولیس حاضري حتمي کړي تر څو د استازو پوښتنو ته سم او پر وخت ځوابونه ورکړل شي.