تازه خبرونه ۱۹ جون ۲۰۲۶

د تړون په اړه زما نظر بل و، خو د ولسمشر په ډاډ مې اجازه ورکړه: د ایران ستر مشر

کوټه (ویب نیوز) د ایران ستر مشر ویلي چې د امریکا او ایران ترمنځ د شوي تړون په اړه د هغه شخصي نظر له دې پرېکړې سره بشپړ یو شان نه و، خو د ایران ولسمشر د ملي ګټو د خوندي کولو ډاډ ورکړ او د مسؤلیت منلو ژمنه یې وکړه، نو ځکه یې اجازه ورکړه. نوموړي په خپل پیغام کې ویلي چې چارواکو د ښه نیت له مخې هڅې کړې دي او اوس به د تړون د شرایطو د عملي کېدو انتظار کېږي. بلخوا ایراني چارواکي وایي چې تهران له قوي دریځ سره مذاکرات کوي او په راتلونکو شپېتو ورځو کې به د بندیزونو د نرمولو او اټومي پروګرام په اړه نورې خبرې اترې هم ترسره شي.