مقامی ۱۹ جون ۲۰۲۶

د لیډي ډاکټر ماه نور ناصر د درملنې لپاره امریکا ته د لېږلو پرېکړه

په کوټه کې د وزیراعلیٰ بلوچستان په ځانګړې لارښوونه د تیزاب حملې ښکار شوې ډاکټرې د درملنې لپاره بهر ته د لېږلو وروستۍ پرېکړه شوې ده. د وزیراعلیٰ سیکرټریټ له خوا رسمي لیک هم جاري شوی چې پکې اړوندو ادارو ته د اقداماتو د بشپړولو امر شوی دی. د وزیراعلیٰ مرستیال وایي چې نوموړې ډاکټره به د لا پرمختللي علاج لپاره امریکا ته ولېږل شي، تر دې وړاندې یې درملنه په کراچۍ کې د آغا خان روغتون کې روانه ده، او حکومت هڅه کوي چې هغې ته تر ټولو غوره طبي اسانتیاوې برابرې کړي.