کوټه (ویب نیوز) د سفارتي سرچینو په وینا د پاکستان وزیراعظم خپل ټاکل شوی د سویس سفر لغوه کړی دی. سرچینې وایي چې د اسلام آباد د تفاهم یادداشت له لاسلیک او عملي کېدو وروسته د دې رسمي سفر اړتیا کمه شوې وه. د چارواکو په وینا پاکستان به د یادې هوکړې د عملي کولو او راتلونکو پړاوونو په بهیر کې خپل مهم رول ته دوام ورکړي، او د بندیزونو نرمولو، سمندري امنیت او اټومي چارو په اړه به تخنیکي خبرې اترې پیل شي. وزیراعظم دغه پرمختګ د سیمې د سولې او ثبات لپاره مهم ګام بللی او ټولو ښکېلو اړخونو ته یې مبارکي ورکړې ده.
