پاکستان ۱۹ جون ۲۰۲۶

د ګلګت بلتستان د انتخاباتو سرکاري پایلې اعلان شوې، پيپلز پارټي تر ټولو لوی ګوند شو

کوټه (ویب نیوز) د انتخاباتو کمېسیون د ګلګت بلتستان اسمبلۍ د 24 څخه د 21 حلقو سرکاري پایلې اعلان کړې دي، چې له مخې یې پاکستان پيپلز پارټي د 9 څوکيو په ترلاسه کولو سره تر ټولو لوی ګوند ګرځېدلی دی. مسلم ليګ (ن) 6، استحکام پاکستان پارټۍ (آی پي پي) 4، مجلس وحدت المسلمین 1 او یو خپلواک نوماند یوه څوکۍ ګټلې ده. د انتخاباتو کمېسیون په وینا د جي بي اې 9 سکردو 3، جي بي اې 15 دیامر 1 او جي بي اې 17 دیامر 3 پایلې به وروسته اعلان شي. د ښځو 6 او ټیکنوکراټانو 3 ځانګړو څوکيو له وېش وروسته پيپلز پارټۍ ته 4، مسلم ليګ (ن) ته 3 او آی پي پي ته 2 نورې څوکۍ ورکړل شوې دي، چې ورسره د حکومت جوړونې لپاره سیاسي هلې ځلې نورې هم چټکې شوې دي۔