پاکستان ۱۹ جون ۲۰۲۶

وزیراعظم د اپوزیشن له مشرانو سره دوستانه لیدنه وکړه، پخپله د اپوزیشن مشر پر څوکۍ کې کېناست

اسلام‌اباد (ویب نیوز): وزیراعظم شهباز شریف د پارلمان دننه د اپوزیشن له مشرانو سره په ډېر دوستانه فضاء کې لیدنه وکړه او حتی پخپله د اپوزیشن د مشر پر څوکۍ کې هم کېناست. د سرچینو له مخې وزیراعظم د اپوزیشن مشر محمود خان اچکزئی، اسد قیصر او بیرسټر ګوهر سره صمیمي خبرې وکړې. په دې لیدنه کې د پخواني فاټا او پاټا د ټیکس معافیت موضوع هم یاده شوه او اپوزیشن خپل اندېښنې وړاندې کړې. د سیاسي چارو سلاکار رانا ثناءالله وویل چې د مالیې وزیر محمد اورنګزیب ډاډ ورکړی چې دا موضوع به له نړیوال مالي صندوق سره مطرح شي تر څو د ټیکس ستونزې حل شي. نوموړي زیاته کړه چې حکومت د خبرو اترو له لارې د ستونزو حل ته ژمن دی او وزیراعظم د پاکستان د ثبات میثاق وړاندیز بیا تکرار کړ.