کوټه (ویب نیوز) د امریکا ولسمشر د ایران جګړې پر مهال د چین ولسمشر او د روسیې ولسمشر د بې پرې دریځ ستاینه کړې او مننه یې ترې کړې ده. ټرمپ د جي اووه غونډې پر مهال وویل چې دواړو هېوادونو داسې کوم ګام پورته نه کړ چې د امریکا پوځي او ډیپلوماټیکې هڅې زیانمنې کړي. هغه زیاته کړه که چین او روسیې ایران ته عملي ملاتړ ورکړی وای، نو وضعیت به ډېر پېچلی شوی وای.
