په کوئټه، چمن او د بلوچستان په بېلابېلو ضلعو کې د غیرقانوني مېشت افغان وګړو پر ضد عملیات لا نور هم سخت شوي دي او د امنیتي ځواکونو له خوا په مختلفو سیمو کې لټون عملیات روان دي. چارواکي وايي چې د تګ راتګ په لارو سخت څارنه شوې او د کور په کور تلاشي کې د هویت اسناد کتل کېږي، څو غیرقانوني کسان وپېژندل شي. په دې عملیاتو کې د ضلعې انتظامیه، پولیس، لیویز او ګډ کار کوي. راپورونه وايي چې د دې اقداماتو وروسته د افغان کډوالو د رضاکارانه ستنېدو لړۍ هم چټکه شوې ده.
