مقامی ۲۰ جون ۲۰۲۶

د بلوچستان اسمبلۍ د 2026-27 بودیجې عامه بحث بشپړ، ۴۶ ضمني غوښتنې منظور شوې

کوټه (وېب نیوز) د بلوچستان اسمبلۍ غونډه د ډپټي سپیکر غزالې ګولې په مشرۍ ترسره شوه چې پکې د 2026-27 مالي کال پر بودیجه عامه بحث بشپړ شو او د روان مالي کال لپاره ۴۶ ضمني غوښتنې هم د اکثریت په رایو منظورې شوې. په غونډه کې ټولټال له ۱۱۹ اربه ۶۹ کروړه روپیو څخه زیاتې پرمختیایي او غیر پرمختیایي غوښتنې تصویب شوې. د مالیې صوبایي وزیر میر شعیب نوشیرواني اسمبلۍ ته وویل چې حکومت د موجودو وسایلو په رڼا کې پرمختیایي پروژې او د ادارو اړتیاوې پر مخ وړي.