پاکستان ۲۰ جون ۲۰۲۶

د بنو په نیمه قبایلي سیمه کې دوه چاودنې، ۷ کسان وژل شوي

بنوں(وېب نیوز)د بنو د نیمه قبایلي سیمې برغنټو کې یو په بل پسې دوه چاودنې شوي چې له امله یې ۷ کسان وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي. د پولیسو په وینا لومړۍ چاودنه د ډاټسن موټر ترڅنګ شوې چې پکې سپرلۍ ناستې وې، او د مرستندویه عملیاتو پر مهال دوهمه چاودنه هم وشوه. د ډي پي او یاسر آفریدی په وینا وژل شوي کسان د هاتي خېل قبیلې سره تړاو لري او ټپیان، چې ماشومان هم پکې شامل دي، روغتون ته لېږدول شوي دي. امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او پلټنې یې پیل کړې دي، په داسې حال کې چې د تحصیلدار عابدالله موټر هم زیانمن شوی خو هغه خوندي پاتې شوی دی. ولسمشر آصف علي زرداري او وزیراعظم شهباز شریف پېښه غندلې او د ژر پلټنو او ټپیانو ته د درملنې لارښوونه یې کړې ده.