تازه خبرونه ۲۰ جون ۲۰۲۶

د ټرمپ توندې څرګندونې د نړیوالې سولې لپاره ګواښ وبلل شوې

کوټه (وېب نیوز) د جمعیت علمای اسلام (نظریاتي) پاکستان مرکزي مشرانو د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې د هغه توند او پاروونکي بیانونه نړیواله سوله او ثبات له ګواښ سره مخ کوي. د ګوند مشرانو په ګډه اعلامیه کې ویلي چې د امریکا تګلارو اسلامي نړۍ له سیاسي، اقتصادي او دفاعي ستونزو سره مخ کړې ده او افغانستان او ایران هم د خپلو کنګل شویو شتمنیو د بېرته ترلاسه کولو په برخه کې له خنډونو سره مخ دي. هغوی د اسلامي هېوادونو ترمنځ پر یووالي او همغږۍ ټینګار کړی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د زیاتېدونکي کړکېچ او احتمالي نړیوالې شخړې د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي.