مقامی ۲۰ جون ۲۰۲۶

د پټرولیم بیو راکمېدو سربېره په بلوچستان کې د ټرانسپورټ کرايې نه دي کمې شوې

کوټه (وېب نیوز) په هېواد کې د پټرولیم محصولاتو، په ځانګړي ډول د ډیزلو د بیو له کمېدو سره سره په کوټه او د بلوچستان په نورو سیمو کې د عامه ټرانسپورټ کرايې لا هم پر خپل پخواني حالت پاتې دي. مسافر وايي چې د کوټې نه کراچۍ، اسلام آباد، لاهور، ملتان او نورو بین الصوبایي لارو سربېره په سیمه ییزو روټونو کې هم بسونو، کوچونو او شخصي موټرو خپلې کرايې نه دي راکمې کړې. خلکو د ریجنل ټرانسپورټ ادارې او ضلعي انتظامیې څخه غوښتنه کړې چې ژر تر ژره نوې کرايې وټاکي او د اضافي کرايې اخیستونکو پر ضد قانوني اقدامات وکړي تر څو ولس ته عملي اسانتیاوې برابرې شي.