کوټه (وېب نیوز) د خدمت خلق فاونډېشن انټرنېشنل مشر نعمت الله ظهیر د بلوچستان حکومت پر وړاندیز شوې ډیجیټل میډیا پالیسۍ نیوکه کړې او دا یې د ژورنالیزم اقتصادي ګټو او د بیان ازادۍ لپاره زیانمنه بللې ده. نوموړي په خپل بیان کې ویلي چې رسنۍ د ولسواکو ټولنو مهم بنسټ دی او د هرې پالیسۍ له جوړېدو وړاندې باید له ژورنالیستانو، رسنیزو ادارو او نورو اړوندو خواوو سره پراخه مشوره وشي. هغه له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې پر دې پالیسۍ بیاکتنه وکړي، د خبریالانو اندېښنې لرې کړي او داسې چاپېریال رامنځته کړي چې ازادې او مسؤلې رسنۍ خپل رول په اغېزمن ډول ترسره کړای شي.
