کوټه(وېب نیوز)د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف ویلي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سولې خوښوونکی شخصیت دی او د پاکستان او هند ترمنځ د اوربند په ټینګښت کې یې مهم رول لوبولی دی. نوموړي په برگن سټاک کې خبریالانو ته وویل چې دواړه هېوادونه د اټومي شخړې تر خطرناک پړاو پورې رسېدلي وو، خو د ټرمپ فعاله او زړوره مشرتابه په حساس وخت کې اغېزمنه مداخله وکړه او د میلیونونو خلکو د ژوند په ژغورلو کې یې مرسته وکړه. وزیراعظم زیاته کړه چې د پاکستان او امریکا اړیکې تاریخي او پیاوړې دي او د وخت په تېرېدو سره لا قوي شوې دي. هغه د ایران د پارلمان رئیس باقر قالیباف او د ایران مشرتابه هم د سیمې د سولې لپاره مخلص وبلل.
