کوټه(وېب نیوز)د قطر وزیراعظم ویلي چې روان مذاکرات نه یوازې د سیمې بلکې د ټولې نړۍ د امنیت، ثبات او نړیوال اقتصاد لپاره خورا مهم او تاریخي ارزښت لري. نوموړي د پاکستان د وزیراعظم او د امریکا د مرستیال ولسمشر ترڅنګ خبرو کې وویل چې قطر به د شخړې تر حل پورې خپلې منځګړیتوب هڅې جاري وساتي. هغه زیاته کړه چې په مذاکراتو کې د شاملو هېوادونو د مشرانو او استازو له هڅو مننه کوي او هیله لري چې دا خبرې اترې به د سیمې او نړۍ لپاره مثبتې پایلې ولري.
