اسلام آباد(وېب نیوز)د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف ویلي چې پاکستان د ایران او امریکا ترمنځ د تفاهم په بهیر کې مهم تاریخي رول لوبولی او دا تفاهم یادداشت کولی شي په راتلونکي کې د یو اوږدمهاله او پایداره سولې تړون بنسټ شي. په قامي اسمبلۍ کې د وینا پر مهال هغه وویل چې پاکستان په سویس کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سفارتي هڅو له لارې منځګړیتوب کړی، چې له امله یې د اوربند او مذاکراتو بهیر پیل شوی دی. د هغه په وینا په راتلونکو ۶۰ ورځو کې به تخنیکي خبرې روانې وي. وزیراعظم وویل چې نړیوالو رسنیو هم د پاکستان رول ستایلی دی. هغه د هېواد پر سیاسي وضعیت هم خبرې وکړې او ویې ویل که د انتخاباتو پلټنه کېږي نو باید له ۲۰۱۸ ټاکنو پیل شي. شهباز شریف زیاته کړه چې پاکستان د سیمې د سولې او ثبات لپاره کار کوي او د ایران د ولسمشر راتلونکی سفر هم د همدې لړۍ برخه ده.
