د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ادعا کړې چې ایران د خپلو اټومي تاسیساتو د بشپړ معاینې منلو ته رضامند شوی دی. هغه په خپل بیان کې وویل که بیا کوم بندیز یا محاصرې ته اړتیا پیدا شي نو امریکایي بحري ځواکونه مخکې له مخکې تیار دي. د ټرمپ په وینا که ایران موافق نه وای نو خبرې به مخکې نه تللې. هغه زیاته کړه چې د ایران شتمنۍ به د امریکا تر کنټرول لاندې بانکي حسابونو کې کېښودل شي او دا پیسې به یوازې د خوراکي توکو او طبي وسایلو لپاره کارول کېږي، لکه امریکایي جوار، غنم او سویابین.
