پاکستان ۲۳ جون ۲۰۲۶

د بلوچستان ګورنر جعفر خان مندوخېل په کراچۍ کې د جاپان له مرستیال قونسل جنرال سره مهمه لیدنه

کوټه (وېب نیوز) د بلوچستان ګورنر په کراچۍ کې د جاپان له مرستیال قونسل جنرال سره مهمه لیدنه کړې ده، چې پکې د دواړو هېوادونو اړیکو، تعلیمي همکاریو او پرمختیایي پروژو په اړه خبرې شوې دي.په ناسته کې د ځوانانو لپاره د لوړو زده کړو، مصنوعي ځیرکتیا، سولر انرژۍ، کرنې او نوې ټکنالوژۍ په برخو کې د فرصتونو پر برابرولو بحث وشو. ګورنر د جاپان د حکومت له مرستو مننه وکړه او د تعلیم، روغتیا او بشري سرچینو د پرمختګ په برخه کې یې د هغوی رول وستایه.هغه وویل چې د بلوچستان د دولتي پوهنتونونو لپاره د کلني ۲۰ سکالرشپونو پروګرام د ځوانانو د اقتصادي پرمختګ لپاره ډېر مهم دی. همدارنګه یې د فني روزنې پروګرامونو پر پراختیا هم ټینګار وکړ.په ناسته کې د څو پوهنتونونو د سولر انرژۍ پروژو یادونه هم وشوه، چې ګورنر وویل دا به د ادارو لګښتونه کم کړي او د نوې انرژۍ کارونه به زیات کړي.