پاکستان ۲۳ جون ۲۰۲۶

د زندان سپرنټنډنټ د پي ټي آی د بنسټګر پر وکيل تور ولګاوه

کوټه (وېب نیوز) د زندان سپرنټنډنټ اسلام آباد هایکورټ ته په جمع کړي ځواب کې د پي ټي آی د بنسټګر پر وکيل تور پورې کړی چې د وکالت نامو د لاسلیکونو په اړه یې د محکمې د ګمراه کولو هڅه کړې ده. د ځواب سره ضمیمه شوي ټېکسټ پیغامونه ښيي چې د محکمې د حکم له مخې د جون په 16مه وکالت نامې چمتو شوې وې او وکيل سلمان صفدر ته یې خبر هم ورکړل شوی و، خو د جون د 18مې نېټې له اورېدنې وړاندې په قصدي ډول اسناد ترلاسه نه شول. بلخوا د 190 میلیونه پونډو قضیه کې د پي ټي آی د بنسټګر وکيل د لاسلیکونو د ترلاسه کولو لپاره د زندان ادارې پر ضد محکمې ته مراجعه کړې وه.