تازه خبرونه ۲۳ جون ۲۰۲۶

د قطر په راس لفان ګاز کمپلکس کې چاودنه، د پاکستانیانو په ګډون ۱۵ کسان مړه شول

کوټه (وېب نیوز) د قطر په ګاز کمپلکس کې د چاودنې له امله د پاکستانیانو په ګډون ۱۵ کسان مړه شوي دي. د عربي رسنیو د راپورونو له مخې د قطر د انرژۍ وزیر ویلي چې په وژل شویو کسانو کې د پاکستان او هند وګړي شامل دي. نوموړي زیاته کړه چې په ټپیانو کې د قطر، پاکستان، هند، نیپال، بنګله‌دېش، کینیا، تنزانیا، ګیني او نایجیریا اتباع شامل دي او ټول ټپیان د درملنې لپاره روغتونونو ته لېږدول شوي دي. د قطر د انرژۍ وزیر وویل چې د راس لفان پېښه یو صنعتي حادثه وه او د تخریبکارۍ یا برید سره هېڅ تړاو نه لري. هغه ډاډ ورکړ چې د ګاز صادرات او کورنۍ اړتیاوې به اغېزمنې نه شي، ځکه قطر کافي ګازي زېرمې لري او د چاپېریال لپاره هم د جدي زیان احتمال نشته.