پاکستان ۲۴ جون ۲۰۲۶

د ایران او امریکا تخنیکي مذاکرات به راتلونکې اوونۍ بیا پیل شي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند

اسلام آباد (وېب نیوز) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر حسین اندرابي ویلي چې د برګن سټاک په بهیر کې د ایران او امریکا مذاکرات اوس مهال په لنډمهاله وقفه کې دي، خو تخنیکي مذاکرات به راتلونکې اوونۍ بیا پیل شي. نوموړي د اوونیزې خبري غونډې پر مهال وویل چې د هرمز تنګي بندیز پای ته رسېدلی او د پاتې موضوعاتو د وروستي حل لپاره خبرې روانې دي. د هغه په وینا، پاکستان هم د دغو تخنیکي مذاکراتو برخه ده او د پاکستان او قطر تخنیکي ډلې به له امریکا او ایران سره په اړیکه کې پاتې شي. ویاند زیاته کړه چې د خبرو اترو لپاره درې کاري ډلې جوړې شوې دي چې د ایران اټومي پروګرام، بندیزونو او کنګل شویو شتمنیو او د لبنان اړوند موضوعاتو باندې کار کوي. هغه وویل پاکستان به د سیمې د سولې او ثبات لپاره خپل رغنده او فعال رول ته دوام ورکړي، او د ایران سره د ګډو پروژو او سوداګرۍ پرمختګ به د نړیوالو بندیزونو له لرې کېدو سره تړلی وي. نوموړي د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ د ګواښونو، د چین د رول او سیمه ییز امنیت په اړه هم د پاکستان دریځ تکرار کړ.