کوټه(ویب نیوز) پاکستان تحریک انصاف اعلان کړی چې د اسلام اباد هایکورټ د پرېکړې پر ضد به سترې محکمې ته مراجعه وکړي. د ګوند مرکزي د اطلاعاتو سکرتر شیخ وقاص اکرم ویلي چې د سپټمبر ۲۷مې لاریون به وځنډول شي او د احتجاج پر ضد د اسلام اباد هایکورټ حکم به په ستره محکمه او نورو لوړو محکمو کې وننګوي. هغه د کورنیو چارو وزیر سناتور محسن نقوي پر څرګندونو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د حکومتي وزیرانو له خوا اپوزېسیون ته د ډزو ګواښونه د افسوس وړ دي.
