تازه خبرونه ۲۵ جون ۲۰۲۶

اروپا د سختې ګرمۍ تر اغېز لاندې، هسپانیه کې په څلورو ورځو کې له ۲۰۰ زیات کسان مړه شول

اسپین ( ویب نیوز)اروپا د سختې او بې سارې ګرمۍ له څپې سره مخ ده، چې په هسپانیه کې د تېرو څلورو ورځو په ترڅ کې له ۲۰۰ زیات کسان مړه شوي، په فرانسه کې د تودوخې درجه له ۴۴ سانتي ګراد لوړه شوې، په برېتانیا کې د ۴۰ سانتي ګراد ګرمۍ اټکل سره سور خبرداری صادر شوی او ایټالیا هم په ۱۶ ښارونو کې بیړنی خبرداری اعلان کړی، په داسې حال کې چې د هوا پېژندنې کارپوهان دا سخته ګرمي د اقلیمي بدلونونو د زیاتېدونکو اغېزو پایله بولي.