تهران (مانېټرنګ ډیسک) د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف د امریکا هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې ایران به خپلې ازادې شوې شتمنۍ د امریکايي کرنیزو محصولاتو پر پېرلو ولګوي. نوموړي په اېکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې امریکا په ناسم ډول دا ادعا کوي چې د ایران غیرمنجمد شوې شتمنۍ به د دوی د کرنیزو توکو د اخیستلو لپاره وکارول شي. قالیباف په طنزیه ډول ویلي، ایران یوازې هغه حاصل رېبي چې امریکا د لسیزو راهیسې د بېباورۍ په بڼه کرلی دی، او زیاته یې کړه چې امریکا ظاهراً د صادرولو لپاره یوازې جنیټیکي بدل شوي سویابین، ماتې ژمنې او بېبنسټه ادعاوې لري.
