تهران/مسقط (ويب ډيسک) ايران د هرمز تنګي له لارې د تېرېدونکو څلورو د تېلو لېږدوونکو بېړيو ته د بېرته ستنېدو لارښوونه کړې، چې له امله يې دغو بېړيو خپل مسير بدل کړ. د راپورونو له مخې ښايي دغه پرېکړه د ايران د پاسدارانو ځواکونو د سپارښتنې پر بنسټ شوې وي. تر دې وړاندې پاسدارانو خبرداری ورکړی و چې د ايران له اجازې پرته ټاکل شوې سمندري لارې د منلو وړ نه دي. بل لور ته د امريکا د بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو ويلي، د هرمز تنګي له لارې پر بېړيو هېڅ ډول ټکس يا فيس نه شي لګول کېدای او که د نړيوالې بېړۍ تګ راتګ محدود شي، نو دا به د نړيوالو تړونونو ښکاره سرغړونه وي.
