تازه خبرونه ۲۵ جون ۲۰۲۶

ایران د هرمز تنګي څخه د میلیاردونو ډالرو عاید پلان لري، له عمان سره امنیتي خبرې روانې دي

تهران (ویب نیوز)د امریکايي ورځپاڼې وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې، ایران غواړي د هرمز له تنګي څخه د تېرېدونکو بېړیو څخه د امنیتي او نورو خدمتونو په بدل کې فیس واخلي او له دې لارې هر کال شاوخوا ۴۰ میلیارده ډالر عاید ترلاسه کړي. بل لور ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، ایران او عمان د هرمز تنګي د امنیت په اړه خپلو خبرو ته دوام ورکوي او د سیمې له هېوادونو سره د سلا مشورو له لارې به د دې مهمې سمندري لارې د امنیت لپاره ګډه تګلاره خپله کړي.