بین المللي ډیسکد امریکا پوځ اعلان کړی چې د ایران پر ضد یې هوايي بریدونه ترسره کړي دي. د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) ویلي، دا عملیات د هرمز تنګي په سیمه کې پر یوه سوداګریز کارګو بېړۍ د ایران له لوري د ډرون برید په غبرګون کې ترسره شوي دي.د سینټکام د معلوماتو له مخې، امریکايي جنګي الوتکو د ایران د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو د زېرمو ځایونه او همدارنګه ساحلي رادارونه په نښه کړي دي. امریکايي چارواکي وایي، دغه عملیات د سمندري تګ راتګ د خوندي کولو او د نړیوالو سوداګریزو لارو د امنیت د ټینګښت لپاره ترسره شوي دي.په همدې حال کې ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د ایران د جنوبي ساحلي ښار *سیریک په سیمه کې یو توغندی لګېدلی، خو تر اوسه د احتمالي مرګ ژوبلې یا مالي زیان په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د خبریالانو د پوښتنې په ځواب کې ویلي وو چې د ایران د وروستیو اقداماتو په اړه به “تاسو خپله ژر خبر شئ”. وروسته هغه ادعا وکړه چې ایران د هرمز تنګي له لارې پر تېرېدونکې یوې لویې سوداګریزې بېړۍ د څلورو ډرونونو برید کړی و، چې یو یې د بېړۍ له پاسنۍ برخې سره لګېدلی، خو بېړۍ خپل سفر ته دوام ورکړی، او درې نور ډرونونه امریکايي ځواکونو ویشتلي دي.ولسمشر ټرمپ زیاته کړې چې امریکا د اړتیا په صورت کې د ایران پر ضد د نورو سختو پوځي عملیاتو وړتیا لري، او ادعا یې کړې چې که څه هم د ایران ځینې دفاعي وړتیاوې لا هم پاتې دي، خو واشنګټن هر ډول احتمالي ګواښ ته د ځواب ورکولو بشپړ توان لري.
