تازه خبرونه ۲۷ جون ۲۰۲۶

ټرمپ: ایران پر سمندري بېړیو د ډرون بریدونو له لارې د اوربند سرغړونه کړې

وېب نیوز | واشنګټن د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ادعا کړې چې ایران د هرمز تنګي له لارې پر تېرېدونکو بېړیو څلور ځانمرګي ډرونونه توغولي دي. د هغه په وینا، یو ډرون له یوه باروړونکي بېړۍ سره لګېدلی او زیان یې اړولی، خو بېړۍ خپل سفر ته دوام ورکړی، درې نور ډرونونه نسکور شوي دي. ټرمپ دغه اقدام د اوربند د تړون “احمقانه سرغړونه” بللې او ویلي یې دي چې دا ډول کړنې د سیمې د سولې او امنیت لپاره جدي ګواښ دی.