نوکنډي (وېب نیوز) د ایف سي بلوچستان ساوت تفتان رائفلز ځواکونو د بېلابېلو پوستو پر مهال د انساني قاچاق یوه لویه هڅه شنډه کړه او ۱۴۰ ناقانونه افغان وګړي یې ونیول. چارواکو ویلي چې د قاچاق لپاره کارېدونکي موټر هم نیول شوي او ټول نیول شوي کسان د نورو قانوني اقداماتو لپاره پولیسو ته سپارل شوي دي. ایف سي ویلي چې په سرحدي سیمو کې به د انساني قاچاق او نورو ناقانونه فعالیتونو پر ضد عملیات دوام ولري.
