اسلام آباد (وېب نیوز) د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بھټو زرداري ویلي، د ۱۹۷۷ کال د جولای پنځمه د پاکستان د جمهوري تاریخ تر ټولو توره ورځ وه، ځکه په همدې ورځ د ولس پر رایې، اساسي قانون او پارلماني نظام کودتا وشوه. نوموړي وویل، د شهید ذوالفقار علي بھټو، شهیدې بېنظیر بھټو او د جمهوریت د مبارزینو قربانیو ثابته کړې چې د ولسواکۍ غږ هېڅکله نه شي خاموشېدای، او پیپلز ګوند به د اساسي قانون، د رایې د تقدس او جمهوري نظام د ساتنې مبارزه روانه ساتي.
