کوټه (وېب نيوز) پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند د هنه اوړک د کلي بېري په سيمه کې پر وسلهوال بريد سخت غبرګون ښودلی او ويلي يې دي چې په بريد کې نقيب الله وژل شوی او ګڼ نور کسان ټپيان شوي دي. ګوند ادعا کړې چې د حکومتي ادارو د ناوخته غبرګون له امله سيمهييز خلک اړ شول چې د خپل ځان او مال د ساتنې لپاره خپله مقاومت وکړي. ګوند د پېښې د رڼو پلټنو، د بريدکوونکو د نيولو او د امنيتي غفلت کوونکو پر ضد د قانوني اقدام غوښتنه کړې ده.
