مقامی ۵ جولائی ۲۰۲۶

په بلوچستان کې د امنيت خراب وضعيت د اندېښنې وړ دی، د ولس د سر او مال ساتنه دې يقيني شي، جې يو آئي نظرياتي

کوټه (وېب نيوز) د جمعيت علماء اسلام نظرياتي پاکستان مشرانو په ګډه اعلاميه کې ويلي، چې په بلوچستان او د هېواد په نورو برخو کې د امن او امان وضعيت خورا د اندېښنې وړ شوی دی. دوی وويل، سره له دې چې د امنيت په نوم ميلياردونه روپۍ لګول شوي، خو ترهګري، وژنې، غلاوې او نور جرمونه نه دي کم شوي. مشرانو غوښتنه وکړه چې حکومت، امنيتي ادارې او ټول اړوند لوري دې د سياسي او مذهبي ګوندونو په سلا يوه اغېزمنه تګلاره جوړه کړي، څو د خلکو، سوداګرو او مسافرو ژوند او مال خوندي شي.