مقامی ۵ جولائی ۲۰۲۶

په مستونګ کې پر پوليسو بريد، بريدکوونکي له ځوابي ډزو وروسته وتښتېدل

مستونګ (وېب نيوز) د مستونګ د سټېډيم روډ هديرې ته نږدې نامعلومو وسله‌والو پر پوليسو ډزې وکړې، چې پوليسو يې سمدستي ځواب ورکړ. د پوليسو په وينا، له ډزو وروسته بريدکوونکي له سيمې وتښتېدل، خو په پېښه کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې. پوليسو سيمه کلابه کړې او د بريدکوونکو د نيولو لپاره يې د لټون عمليات پيل کړي دي.