کوټه (وېب نيوز) پښتونخوا ملي عوامي ګوند د هنه اوړک د کلي ببري او کلي سارنګزي پر سيمو د وسلهوالو بريدونو سخته غندنه کړې او ويلي يې دي چې د خلکو د سر او مال ساتنه د دولت اساسي مسؤليت دی. ګوند ويلي، له حکومتي ژمنو او خبرو اترو سره سره يو ځل بيا په سيمه کې وسلهوال بريدونه شوي چې له امله يې خلک د سختې وېرې سره مخ دي. ګوند غوښتنه کړې چې د پېښو بېطرفه او شفافې پلټنې دې وشي، مسؤل کسان دې ونيول شي، ټپيانو ته دې عاجلې طبي اسانتياوې برابرې شي او په سيمه کې دې د تلپاتې امن لپاره اغېزمن ګامونه واخيستل شي.
