تازه خبرونه ۶ جولائی ۲۰۲۶

بلوچستان فوډ اتھارټۍ د ناپاکو اوبو په کرل شویو سبزیو ضد عملیات دوام لري

کوئټه (ویب نیوز) د بلوچستان فوډ اتھارټۍ له لوري د فاضله اوبو په وسیله کرل شویو غیر صحي سبزیو پر ضد ځانګړي عملیات درېیمه ورځ هم روان وو. چارواکو د نیو سبزل او سي پیک سړک په سیمه کې له ۲۸ جریبه څخه زیاتې ځمکې کې کرل شوي دھنیا، پودینه، ګوبي، چقندر، سلاد او نورې سبزۍ له منځه یووړې. د ادارې مشر حبیب الله خان وویل چې د خلکو روغتیا د ادارې لومړیتوب دی او هېچا ته به اجازه ور نه کړل شي چې د شخصي ګټې لپاره د خلکو ژوند له خطر سره مخ کړي. هغه وویل د خوړو د خوندیتوب قانون به په کلکه عملي کېږي او دا ډول عملیات به دوام ولري.