پاکستان ۶ جولائی ۲۰۲۶

د حکومتي ضرب‌الاجل له پای وروسته د افغان وګړو پر ضد عملیات چټک شول

راولپنډۍ (وېب نیوز) د حکومت له ټاکلي ضرب‌الاجل وروسته د افغان سېټیزن کارډ لرونکو افغان وګړو پر ضد عملیات ګړندي شوي دي. د پولیسو سرچینو ویلي، چې له بېلابېلو سیمو څخه تر ۵۰ زیات افغان وګړي د هولډنګ کمپونو ته لېږدول شوي او له هغه ځایه به افغانستان ته واستول شي. سرچینې زیاتوي چې د کارډ لرونکو کورنۍ به هم کمپونو ته انتقالېږي.