کوټه (وېب نیوز) د بلوچستان پرنټ مېډیا مشر سید انور شاه ویلي، د بلوچستان حکومت نوې مېډیا پالیسۍ له پراخې مشورې پرته نافذه کړې، چې له امله یې د حکومت او رسنیو ترمنځ باور ته زیان رسېدلی دی. نوموړي وویل، بلوچستان پرنټ مېډیا له لومړۍ ورځې د دې پالیسۍ نیمګړتیاوې په ګوته کړې وې، چې اوس یې د هېواد ملي خبریالې ادارې هم ملاتړ کوي. هغه غوښتنه وکړه چې پر اوسني مېډیا پالیسۍ دې سمدستي عمل ودرول شي او د اې پي اېن اېس، سي پي اېن اې، بلوچستان پرنټ مېډیا او نورو اړوندو ادارو په ګډون دې ګډه مشورتي کمېټه جوړه شي، څو یوه متوازنه، شفافه او د عملي کېدو وړ مېډیا پالیسي جوړه کړي.
