تازه خبرونه ۶ جولائی ۲۰۲۶

د نوې اعلاني پاليسۍ له امله به د حکومت او رسنيو ترمنځ واټن زيات شي، اې پي اېن اېس

کوټه (وېب نيوز) د آل پاکستان نيوز پېپرز سوسائټۍ د بلوچستان حکومت د نوې اعلاني پاليسۍ په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي چې د ټېنډرونو، لېلامونو او د علاقمندۍ د اعلانونو يوازې د وېبپاڼې ته محدودول به چاپي رسنۍ له سخت مالي زيان سره مخ کړي. ادارې ويلي، چې د دې پرېکړې له امله به نه يوازې د ورځپاڼو عايدات کم شي، بلکې احتمالي داوطلبان به هم مهمو حکومتي معلوماتو ته پر وخت لاسرسی ونه لري، چې دا کار د شفافيت او د تدارکاتو د قوانينو خلاف دی. اې پي اېن اېس له حکومت بلوچستان څخه غوښتنه کړې چې دا پاليسي بېرته واخلي او د رسنيو له استازو سره په مشوره نوې او متوازنه ميډيا پاليسي جوړه کړي.