کوټه (وېب نیوز) د کوټې بار ایسوسی ایشن مشر اورنګزیب کاکړ او نورو مسئولینو د هنه اوړک د ترهګریز برید سخته غندنه کړې او دا یې په بلوچستان کې د خراب امنیت او د حکومتي ناکامۍ څرګند ثبوت بللی دی. په بیان کې د شهیدانو، ټپیانو، تښتول شویو کسانو او د هغوی له کورنیو سره خواخوږي څرګنده شوې او له حکومته غوښتنه شوې چې د برید عاملین دې ژر تر ژره ونیول شي، شفافې پلټنې دې وشي او د کوټې محکمو، وکیلانو او مراجعینو ته دې اغېزمن امنیت برابر شي. بار ایسوسی ایشن خبرداری ورکړی چې که عملي ګامونه وانخیستل شي، وکیلان به خپل احتجاج نور هم پراخ کړي. په همدې لړ کې د جولای ۷، سهشنبې لپاره په کوټه کې د بشپړ اعتصاب اعلان هم شوی دی.
