کوټه (وېب نیوز) د عوام پاکستان ګوند بلوچستان څانګې د هنه اوړک په سیمه کې د وسله والو په برید کې د څلورو کسانو د وژل کېدو او د ښځو او ماشومانو په ګډون د ګڼو کسانو د ټپي کېدو پېښه په کلکه وغندله او له حکومت څخه یې د سمدستي او اغېزمن اقدام غوښتنه وکړه. د ګوند صوبایي کنوینر سید امان شاه او صوبایي جنرل سیکرټري پروفېسر ډاکټر حلیم صادق په ګډه اعلامیه کې وویل چې د بې ګناه خلکو وژنه د زغم وړ نه ده او حکومت باید د خلکو د سر او مال ساتنه یقیني کړي. هغوی غوښتنه وکړه چې د پېښې رڼې او بې پرې پلټنې دې وشي، عاملین دې ونیول شي، د شهیدانو کورنیو ته دې مالي مرسته ورکړل شي، ټپیانو ته دې غوره طبي اسانتیاوې برابرې شي او په سیمه کې دې د تلپاتې سولې لپاره عملي ګامونه واخیستل شي.
