تازه خبرونه ۶ جولائی ۲۰۲۶

د هنه اوړک د پېښې د عاملینو پر ضد دې سخته قانوني کارروایي وشي، خوشحال خان کاکړ

کوټه (وېب نیوز) د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي سیکرټري فقیر خوشحال خان کاکړ د هنه اوړک په وسله‌وال برید کې د څلورو کسانو د وژل کېدو او د ښځو او ماشومانو په ګډون د ګڼو کسانو د ټپي کېدو پېښه په کلکو ټکو وغندله. هغه وویل چې د بې‌ګناه خلکو وژل د زغملو وړ نه دي او حکومت باید د خلکو د سر او مال ساتنه یقیني کړي. نوموړي غوښتنه وکړه چې د پېښې عاملین دې ژر تر ژره ونیول شي، شهیدانو له کورنیو سره دې مالي مرسته وشي، ټپیانو ته دې غوره طبي اسانتیاوې برابرې شي او په سیمه کې دې د تلپاتې امنیت لپاره بېړني او عملي اقدامات وشي.