مقامی ۶ جولائی ۲۰۲۶

د هنه اوړک پېښه وغندل شوه، د ترهګرو پر ضد به پرېکنده عملیات دوام ولري صوبایي وزیران او د اسمبلۍ غړي

کوټه (وېب نیوز) د بلوچستان صوبایي وزیرانو او د صوبایي اسمبلۍ غړو د هنه اوړک د ترهګریز برید سخته غندنه کړې او ویلي یې دي چې د وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي په مشرۍ حکومت د ترهګرۍ د ختمولو، د خلکو د امنیت او د تلپاتې سولې لپاره اغېزمنه تګلاره عملي کوي. دوی وویل چې په هنه اوړک او شاوخوا سیمو کې د ترهګرو پر ضد تصفیوي عملیات پیل شوي او امنیتي ځواکونه به تر هغې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي، څو سیمه په بشپړه توګه خوندي شي. وزیرانو زیاته کړه چې د شهیدانو له کورنیو سره به هر ډول مالي او اداري مرسته کېږي او د خلکو د اندېښنو د حل لپاره له قومي مشرانو او مظاهره‌چیانو سره خبرې هم روانې دي.