کوټه (وېب نیوز) غوښتونکي سید عمران شاه وویل چې د کیسکو له لوري ورته د برېښنا ناعادلانه بل استول شوی و. نوموړي څو ځله له اړوندو چارواکو سره اړیکه ونیوله، خو ستونزه یې هواره نه شوه. وروسته یې د انصاف لپاره د وفاقي محتسب سیمهییز دفتر کوټې ته عریضه وړاندې کړه. د محتسب دفتر سمدستي پلټنې پیل کړې او اړوند اداره یې وغوښته، خو اداره د قناعت وړ ځواب وړاندې نه کړ. د وفاقي محتسب په حکم د برېښنا بل اصلاح شو او غوښتونکي ته د ۹۴ زره ۳۷۳ روپیو رعایت ورکړل شو. سید عمران شاه د وفاقي محتسب له دې چټک او عادلانه اقدام څخه مننه وکړه.
