تازه خبرونه ۶ جولائی ۲۰۲۶

له امریکا سره د تفاهم یادښت عملي کول ستونزمن، خو ممکن دي باقر قالیباف

تهران (وېب نیوز) د ایران د پارلمان رئیس او د خبرو اترو مشر محمد باقر قالیباف ویلي، له امریکا سره د وروستي لاسلیک شوي تفاهم یادښت عملي کول ستونزمن دي، خو ناممکن نه دي. نوموړي وویل چې د ایران او امریکا ترمنځ لا هم ژور اختلافات موجود دي، خو ایران به د اسلامي هېوادونو او د مقاومت د محور ملاتړ ته دوام ورکړي. هغه زیاته کړه چې د سیمې د هېوادونو ځمکنۍ بشپړتیا او د ایران د متحدینو پر ضد د جګړې پای ته رسول هم د یاد تفاهم برخه ګرځول شوې ده.