تازه خبرونه ۶ جولائی ۲۰۲۶

نتنیاهو امریکا یوازینی ځواکمن متحد نه دی، هند هم د اسرائیل مهم ملاتړی دی

اشغال شوی بیت المقدس (وېب نیوز) د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د امریکا د مرستیال ولسمشر جې ډي وینس د هغې څرګندونې سره اختلاف کړی چې امریکا د اسرائیل یوازینی ځواکمن متحد دی. نوموړي ویلي، امریکا د اسرائیل نږدې او ستر ملګری دی، خو هند هم د اسرائیل یو مهم او پیاوړی ملاتړی هېواد دی او هلته اسرائیل پراخ ولسي ملاتړ لري. نتنیاهو زیاته کړه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسرائیل لوی دوست دی، خو د هند په څېر نور مهم شریکان هم ورسره ولاړ دي.